User Rating: 0 / 5

Star InactiveStar InactiveStar InactiveStar InactiveStar Inactive

User Rating: 0 / 5

Star InactiveStar InactiveStar InactiveStar InactiveStar Inactive

سوداګریز کرکټ په افغانستان کې مخ په وده دی

کله چې په افغانستان کې د سوداګریز کرکټ یادښت راځي نو له یادولو سره سم به د هر سړي ذهن ته د میلیون جام سیالۍ راځي

میلیون جام د هغو دوه هڅاندو اشخاصو له لوري پیل شو چې افغان کرکټ کې له پیله دخیل و ، یو یې زراب شاه ظهیر چې له لومړیو لوبڅارانو شمیرل کیږي بل یې حامد بابر امینزی چې د لوبې په نامه یې د کرکټ مجله چلوله

میلیون جام په داسې شرایطو کې پیل شو چې د سوداګریز کرکټ نوم هم نه و بابر یې په اړه وایې : مونږ چې کله د سوداګریز کرکټ قدم کیښود نو ډیرې ستونزې وې په لومړیو دوه سیزنونو کې مو ډير تاوان وکړو خو زمونږ فکر د ښه لوبغاړو پیدا کول او د کمرو مخې ته د ځوانو لوبغاړو عادت کول و چې الحمدالله په دغه مقصد کې بریالي شو ، مونږ ځیني لوبغاړي رامخته کړل چې نجیب ترکی ، راشد ارمان ، عثمان غني .... چې اوس مهال د ملي لوبډلې خاص غړي دي

میلیون جام اوس له تاوانونو راوتلای او جوړونکي یې د روښانه راتلونکي لپاره هیله مند دي

یوه اندیښنه چې افغان کرکټ شنونکي حاجي صیب ببرک عمر سره ده هغه داده چې اوس ډیرو نورو لیګونو ته اجازه ورکول کیږي د داسې اشخاصو له لوري په مخ وړل کیږي چې نه د کرکټ کومه مخینه لري او نه د لوبو منیجمینټ کولای شي

سپانسر هغه وخت کمیږي کوم وخت چې بې کیفیته سیالۍ خپري شي د شرکتونو سم مارکیټ ونشي هغه که د تلویزون په پرده وي او یا د لوبغاړو په لباسونو

کرکټ بورډ باید د کورني سوداګریز کرکټ پرمختګ ته کوښښ وکړي خو فکر باید ولري چې څوک او څنګه به سوداګریز کرکټ مخته بوځي میژن او ویژن یې باید وکتل شي او بیا ورسره قراداد امضا شي

Pin It

Subcategories