Star InactiveStar InactiveStar InactiveStar InactiveStar Inactive

د افغان لوبډلې او لوبغاړو وروستۍ وړتیاوې دي چې د نړیوالو پام یې ځانته راړولی که له یوې خوا د کرکټ نړیواله شورا په دې فکر کوي تر څو افغانستان د بشپړ غړیتوب درجه ورکړي له بل اړخه بیا نړیوال د افغان لوبغاړو په سوداګریز کرکټ کې اخیستلو ته لیواله دي

په سوداګریزو سیالیو کې د افغان لوبغاړو اخیستل له بنګله دیش پریمیر لیګ پیل او تر اې پی ایله ورسیده

په بنګله دیش پریمیر لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو وړتیا افغان لوبغاړي د پآکستان سوپر لیګ تر دورشله ورسول ، په دغو لیګونو او نړیوال جام سیالیو کې د ښه لوبو کولو له امله افغان لوبغاړي په وتلي لیګونو اې پي ایل او سي پي ایل کې هم واخیستل شول

په افغان کرکټ تبصره کونکی عصمت صافی په بهرنیو لیګونو کې د افغان لوبغاړو لوبیدل ډیر ګټور بولي نوموړی زیاتوي ، افغان لوبغاړي یو له مالي اړخه او بل د تجربو له اړخه بډایا کیږي چې راتلونکو نسلونو ته د کرکټ ډیرې ښې تجربې راوړلی شي

اوس په اې پي ایل کې د راشد ارمان او محمد نبي لوبیدل د سنرایزر لوبډلې لپاره دومره مینوال پیدا کړي چې بله کومه لوبډله یې نه لري

Pin It

Subcategories