User Rating: 4 / 5

Star ActiveStar ActiveStar ActiveStar ActiveStar Inactive
 

سنرایزر لوبډلې سره د افغان کرکټ مینوالو پراخ ملاتړ دی

د افغانستان په ملي سیالیو کې د هر سیمې مینوال او په نړیواله کچه بیا د افغان لوبډلې مینوال په بهرنیو تجارتي سیالیو کې تر ډیره افغان کرکټ مینوال د هغو لوبډلو ملاتړي وي چې افغان لوبغاړي پکې لوبیږي

په ۲۰۱۷ م کال اې پي ایل سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي اخیستل شوي چې یو یې راشد خان او بل یې محمد نبي دی دواړه د سنرایزر حیدراباد لوبډلې اخیستي

افغان کرکټ مینوال چې څنګه د ملي لوبډلې لوبو لیدلو ته لیواله وي دغه راز په اې پي ایل کې د سن رایزر حیدراباد لوبډلې لوبې څاري ، د لوبې په ورځ ګڼ شمیر ملګري سره یوځای کیږي او له لوبې یوځای خوند اخلي د سنرایزر له هرې ګټې سره د خوښۍ نعرې او له ناکامۍ سره یې مایوسه کیږي

عبدالله همدرد له اې پي ایل مشرانو مننه کوي چې افغان لوبغاړو ته یې په خپله ځولۍ کې ځآی ورکړ او په ځانګړي توګه د سنرایزر له مالکانو مننه کوي چې افغان لوبغاړي یې واخیستل او له نورو لوبډلو غواړي تر څو په راتلونکي لیګ کې نور افغانان هم واخلي

Pin It