هره تجارتي لوبډله به د راشد خان او محمد نبي په اخیستنه خوشحاله وي

لیکوال : قسیم هلال

دا لومړی ځل دی چې افغان لوبغاړي د نړۍ په یو بل وتل لیګ کربین پریمیر لیګ سیالیو کې لوبیږي راشد ارمان او محمد نبي په اې پي ایل کې تر ښه لوبیدو وروسته په دغه لیګ کې هم مینوالNabi and Rashid Khan in CPL 2017. پیدا کړل او دواړه د لوبډلو مالکانو واخیستل.

د افغانستان ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر محمد نبي په کربین سیالیو کې لوبیدو لپاره پیټروایټس لوبډلې سره یو ځای شو په لومړۍ تمریني سیالۍ کې یې د مخالفې لوبډلې یو ایس ای په وړاندې په فلوریډا کرکټ لوبغالي کې ښه توپ اچونه ترسره کړه

په ۴ اوورونو کې یې د ۱۸ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړي هم وسوځول

کربین لیګ سیالیو کې د محمد نبي عیس خیل تر څنګ راشد ارمان هم اخیستل شوی نوموړی به له ګویانا امزون واریر لوبډلې سره لوبیږي

د ۲۰۱۷ کال کربین لیګ سیالۍ په ۴ اګست پیلیږي د محمد نبي او راشد ارمان لوبډلو تر منځ لومړۍ لوبه په ۵م اګست ترسره کیږي

Pin It