ستره لاسته راوړنه د افغان کرکټ په تاریخ کې

د افغانستان کرکټ بورډ یوه ستره لاسته راوړنه چې د کورني کرکټ سیالیو کې یې ملي تجارانو دا انګیزه ورکړه ترڅو په کرکټ پانګه اچونه وکړي

دا لومړی ځل دی چې د شپږیزې لوبډلو لپاره بولي ترسره شوه او په بولۍ کې شپږ لوبډلې په لوړه بیه واخیستل شوې

  • بندامیر : لوبډلمشر راشد خان په ۱۵۰،۰۰۰ زره ډالر د پاراګون شرکت له لوري واخیستل شوه
  • امو : لوبډلمشر میرویس اشرف په ۱۱۰،۰۰۰ زره ډالر د المصافي ګروپ له لوري واخیستل شوه
  • میس عینک: لوبډلمشر محمد نبي په ۹۵،۰۰۰ زره ډالر وزیری ګروپ له لوري واخیستل شوه
  • کابل بازان : لوبډلمشر اصغر ستانکزی په ۸۹،۰۰۰ زره ډالر د جي پي له لوري واخیستل شوه
  • بوست ساتونکي: لوبډلمشر شاپور ځدران په ۸۰،۰۰۰ زره ډالر د عارف عظیمي کمپنۍ واخیسته
  • سپین غر: لوبډلمشر شفیق الله شفق په ۶۹،۰۰۰ زره ډالر د عبدالهادي مسلمیار له لوري واخیستل شوه

د لوبغاړو بولي به هم ترسره شي چې به پکې د افغان لوبغاړو تر څنګ ځیني بهرني لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې شي ، هغه افغان لوبغاړي چې الف قرادادونه لري لومړنی قیمت به یې ۶زره امریکایي ډالر وي وروسته به تر هغې پورته کیږي تر څو چې کمپنۍ اخیستل وغواړي

د لوبغاړو بولي به د لوبغاړو له نومونو او نیټې سره وروسته اعلان شي

 

Pin It