خصوصي سکتور په کرکټ کې ورځ تر بلې پرمختګ کويCricket Team in Afghanistan Cricket Country.

یو وخت و چې افغانستان یواځې د کورني کرکټ یو ټورنمنټ لرلو په هغه وخت کې کرکټ هم دومره ډیر نه و په ننګرهار کې کرکټ پیل او پسې کابل او نورو ولایاتو ته خپور شو

د کرکټ کوم رسمي لوبغالی او روزنځای نه وه شخصي لا څه چې دولتي پانګونه هم په کرکټ نه ترسره کیده کرکټ ته د انګیزانو لوبې په سترګه کتل کیدل ډیری وخت به د فوټبال لوبه مونږ لیدله

کله چې افغانستان د یو ورځنیو سیالیو ترسره کولو امتیاز ترلاسه کړ او همدا ډول افغانستان د ۲۰۱۰ کال شل اوریزه نړیوال جام ته لاره پیدا کړه کوم چې په ویسټ انډیز کې و نو کرکټ دلته پرمختګ شروع کړ

Pin It