د افغانستان معلولینو کرکټ ملي لوبډلې د هندوستان معلولینو کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندی د ښه چمتووالي په موخه پنځه ورځنی تمریناتي کمپ پېل کړ

 Afghanistan Disable Team tour to India.افغان معلولينو لوبډله به د روانې عیسوي میاشت په شلمه نیټه هندوستان ته رسمي سفر ولري ، پدې سفر کې به افغان معلولينو لوبډله له هند معلولينو لوبډلې سره په ۲۲، ۲۳ او ۲۴ مه مئ شل اوریزه لوبې ترسره کړي د افغانستان معلولینو د ملي لوبډلې مسئول ډاکټر عبدالمنان وایي، په دغه تمریناتي کمپ کې ۲۰ لوبغاړي برخه لري چې د ( ۳) تمریناتي لوبو پر مهال به (۱۶) لوبغاړي د معلولینو ملي لوبډلې لپاره غوره شي.

د یادونې ده چې د هندوستان معلولینو ملي لوبډله یو ځل افغانستان ته راغلي وه چې دلته یي افغان معلولینو لوبډلې سره د دریو شل اوریزه لوبو سیریز ترسره کړ دوه یو د افغانستان په ګټه پای ته رسیدلای و

د هندي لوبډلې لوبډلمشر د افغانستان تیر شوې سفر په اړه ووایيAfghanistan Disable team tour to India

زما نوم راوي پټیل دی د هندي معلولینو د لوبډلې لوبډلمشر یم ، زه په لوبډله کې پیل توپ وهنه او اف بریک ورو توپ اچونه ترسره کوم
 کله چې زه له کوره د افغانستان په لور راوتم نو پلار مې راته وویل ځویه افغانستان ته مه ځه ، هلته حالات خراب دي نارامي ده ویره، ډار دی ، دا خبرې مې راته پلار کولې کله چې زه له هندوستانه افغانستان ته راغلم دلته مې د خلکو تشویق او مینه ولیده د هندي معلولو لوبغاړو لپاره نو زما له سترګو اوښکې راغلې چې په افغانستان کې دومره مینه ناک خلک اوسیږي دا شیبې مې زړه ته ولویدې
 په ژوند کې مې شل کاله کرکټ ترسره کړی جنوبي افریقا ته لاړ یم ، سرینکا ته لاړ یم ، بنګله دیش ته لاړ یم ، پاکستان ته لاړ یم زمونږ معلولینو لوبو ته چې نندارچیان راغلي یوه لوبډله یې تشویق کړې خو  دلته زمونږ لپاره هم مینه وه د دواړو لوبډلو لوبغاړي تشویقیدل ، دواړو لوبډلو له لوبو ښه خوند واخیست ، افغانستان دغه سیریز له مونږ ۲ یو وګټه د افغانانو خوښۍ لپاره مونږ هم خوښي وکړه مونږ ته چې مینوالو دومره خوښي راکړه مونږ ولې مایوسه شو ګټه وشوه د کرکټ او د معلولینو د کرکټ ګټه وشوه دا مونږ ته افغان نندارچیانو وښودله
افغان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ته ښه کار کوي په دوه کله کې د معلولینو لوبډله باندې ډیر کار وشو ښه لوبغاړي پکې راپیدا شول د لوړو شاټونو ښه لوبغاړو تر څنګ په لوبډله کې یووالی مینه او محبت دی له الله دا دعا کوم چې دا لوبډله نور هم مخته لاړه شي

Pin It